د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري اژانس د مې په ۱۰ مه نېټه وويل چې د پلازمينه دمشق په جنوبي دريو ښارګوټو کې د حکومت ضد وسله وال په همدې ورځ په خوندي توګه ووتل.
د مالوماتو له مخې، د وسله والو وروستيو ډلو په همدې ورځ د بسونو په وسيله له بېټشېم، بېبيلا او ياردا څخه ووتل او د سوريې په شمال کې د حکومت ضد وسله والو د کنټرول سيمې ته رسېدلي دي.
د روسيې تر مرستې لاندې د نوموړو دريو ښارګوټو د حکومت ضد وسله وال له حکومتي پوځ سره موافقې ته رسېدلي. د روانې مياشتې له پای څخه ګڼ شمېر وسله وال د زياتو بېلا بېلو ډلو سره به له حلب څخه ووځي او هغه چې نه غواړي له دې ځای څخه ووځي کولای شي د وسلو تر سپارلو وروسته له حکومت سره پخلا شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |