CRI Online

د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې د پېښېدو تر لسو کلونو وروسته رئيس شي جين پينګ دغې سيمې ته بيا سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-11 16:53:35
د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې د پېښېدو تر لسو کلونو وروسته رئيس شي جين پينګ دغې سيمې ته بيا سفر وکړ

لس کاله مخکې يعنې د ۲۰۰۸ کال د مې په ۱۲مه نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې سختې زلزلې د نړيوالې ټولنې ډېرې پاملرنې جلب کړې. تر دغې زلزلې وروسته شي جين پينګ چې هغه وخت د چين د دولت رئيس مرستيال و، سمدلاسه زلزله ځپلې سيمې ته ولاړ او زلزله ځپلو وګړيو سره يې خواخوږي څرګنده کړه او له مصيبت سره د مقابلې د کارونو څارنه يې وکړه.

تر لس کلنې بيارغونې وروسته، اوس د ون چون ولسوالۍ د وګړيو ژوند حالت څنګ دی؟ رئيس شي جين پينګ دې ته ډېره پاملرنه کوي. د روان کال په فبرورۍ مياشت کې کله چې هغه له سه چوان ولايت څخه ليدنه وکړه، په ځانګړې توګه يې د ون چوان ولسوالۍ د ين شيو علاقه دارۍ ته سفر وکړ چې د دې سختې زلزلې مرکز و، هغه له نږدې نه دلته د بيارغونې او پرمختګ د حالاتو څارنې وکړې.

د فبرورۍ د ۱۲مې نېټې په سهار رئيس شي جين پينګ د شون کو منځني ښوونځي د زلزلې کنډولو ته تللی او هلته يې په دې زلزله کې مړه شويو خلکو او د ژغورنې په ترڅ کې قربانيانو ته د ګلانو ګېډۍ وړاندې کړل. دغه ښوونځی د ون چوان د سختې زلزلې په مرکز کې پروت و او په دې زلزله کې يوازينۍ لويه کنډوله ده چې تر ټولو ښه ساتل شوې ده. د ۲۰۰۸ کال د سختې زلزلې د پېښېدو تر لنډې مودې وروسته شي جين پينګ ون چوان ته ولاړ، اوس له هغې مودې لس کاله تېر شوي، هغه دلته د بيارغونې د حالاتو څارنه وکړه.

شي جين پينګ: اوس د ښوونځي ودانۍ له زلزلې سره د مقابلې څومره کچه لري؟

کارکوونکي: اوس له زلزلې سره د مقابلې په اړه د عامو تجهيزاتو کچه ۹مه ده، د ښارونو او ولسواليو د وګړيو د کورونو کچه ۸مه ده.

شي جين پينګ: دغه کچه له زلزلې سره مقابله کولی شي که نه؟

کارکوونکي: په زلزله کې د ۹مې کچې لرونکې ودانۍ چوکاټي جوړښت نه ړنګېږي، نو د وګړيو خونديتوب ساتل کېدای شي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، تر زلزلې وروسته په بيارغونۍ کې تاريخي بریاليتوبونه تر لاسه شوي، له دې څخه د چين د کمونېست ګوند قوې لارښوونې او د چين د سوسياليزم وړتياوې ښکاريږې. موږ بايد د صنعتي چارو پرمختګ د هڅولو او د وګړیو ژوند سويې د لوړولو په شمول برخو کې په دوامداره توګه کوښښونه وکړو څو چې د وګړیو کورونه په لا نوره ښه توګه جوړ کړو.

د ين شيو علاقه دارۍ د ون چوان ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې پرته ده او د يادې زلزلې د سرچينې ځای و، سختې زلزلې دلته د سر او مال زيات زيانونه اړولي دي، د ځايي نفوس ۱۶ زرو کسانو يو پر درېيمه برخه مړه شوي او مستقيم اقتصادي زيانونه يې ۴.۵ مليارډو يوانو ته رسېدلی. تر لس کلنې بيارغونې وروسته، په دغه علاقه دارۍ کې واټونه په منظمه توګه جوړ شوي او د واټونو په دواړو غاړو کې دوکانونه ليدل کېږي.

د مالوماتو له مخې، د ين شیو علاقه دارۍ د چای توليدي چارې لرغونی تاريخ لري او په علاقه دارۍ کې څه باندې ۲ لکه د سل کلن عمر لرونکې زړې چای ونې شته. د چاي چارو پرمختګ په دې سیمه کې د بيارغونې عمده برخه ده. برسيره پر دې، کليواله سيلانۍ د دې علاقه دارۍ د پرمختګ يوه نوې لاره ده، مخ په زياتېدو ځايي وګړي د رسټورانټ او سيلانۍ په چارو بوخت دي او په دې علاقه دارۍ کې د هوټلونو او رستورانټونو شمېر نږدې سلو ته رسېدلی.

رئيس شي جين پينګ له ځايي وګړيو سره د خبرو کولو په وخت کې وويل

((دغه سيمه تل زما په زړه کې پاتې ده، لس کاله تېر شوي او دلته بدلونونه ډېر د خوشحالۍ وړ دي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای