CRI Online

په امریکا کې د چین سفیر: امریکا هیڅ اړتیا نه لري چې (د چین تولیدات ۲۰۲۵)وویریږي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-13 16:28:25
په امریکا کې د چین سفیر: امریکا هیڅ اړتیا نه لري چې (د چین تولیدات ۲۰۲۵)وویریږي

د سین هوا اژانس د خبر له مخې په امریکا کې د چین لوي سفیر څوي تیان کای په واشنګتن کې وویل چې دا هیڅ اړتیا نه شته چې ځیني امریکایان د (د چین تولیدات ۲۰۲۵) په اړه اندیښنه ولري.

د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه سفیر څوي تیان کای د امریکا د سینک ټانک د ستراتیژیو او نړیوالو مسئلو د څیړنیز مرکز له خوا د چین او امریکا د اړیکو د ۴۰ کالو تر عنوان لاندی یو سیمینار کې د ګډون په ترڅ کې وویل چې د نړۍ هر هیواد غواړي د عصري ساینس او تخنیک په برخو کې امتیازونه ترلاسه کړي نو چین هم دا غواړي. دا بیخي عادی دی. یاد پلان د خپلو صنایعو د پرمختګ لپاره د چین موخه ده خو دغه دا معنی نه لري چې چین د دغه پلان د ترسره کولو په بهیر کې د نورو هیوادونو ګټې ګواښي. په حقیقت کې دغه پلان د چین امریکا او نړۍ تصدیو پرمخ خلاص دی.

څوي تیان کای دا هم وویل چې اوس د چین او امریکا تجارتي مسئلې سختې دي نو دواړه خواوې باید د متقابلې خوا ګټو ته پام وکړي او په مناسب ډول توپیرونه اداره کړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای