CRI Online

وانګ ايي د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 09:56:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره خبرې اترې وکړې

وانګ ايي وويل چې چين د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې ايران د يو مهم همکار په توګه بولي او غواړي چې له ايران سره د دواړو هېوادونو ګډې نظريې په هر اړخيزه توګه پلی کړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري وساتي.

هغه زياته کړه چې چين له څو اړخيز کېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د نړيوال تړون د ساتلو لپاره هڅه کوي.د ايران د ذروي مسئلې په هکله هر اړخيز تړون د څو اړخيز کېدو لاسته راوړنه ده او د ذروي وسلو د نه خپرېدا د مخنيوي سيستم او په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره ګټور دی.د دې تړون د يوې مهمې خوا په توګه چين د ياد تړون د لاسليکولو او پلي کولو لپاره ګڼ شمېر کارونه تر سره کړي دي.په راتلونکي پړاو کې چين غواړي چې د ايران په شمول له اړوندو خواوو سره د نظريو تبادله وکړي او په عادلانه او مسئولانه رويه سره د دې تړون ساتلو ته دوام ور کړي .

ظريف د ياد تړون د ساتلو لپاره د چين دريځ وستايه او پردې يې ټينګار وکړ چې ايران غواړي له دې تړون څخه له ملاتړکوونکو خواوو سره د نظريو تبادلې او همغږۍ ته دوام ور کړي .د ايران په اند په هر اړخيزه ، دوامداره او اغيزمنه توګه د دې تړون د پلي کيدنې تامينول د بېلا بېلو خواوو ګډ مسئوليت او دنده ده . ايران غواړي چې د دې لپاره خپلې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای