CRI Online

د افغانستان په ننګرهار کې د ځانمرګي بريد له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 10:00:43
د افغانستان په ننګرهار کې د ځانمرګي بريد له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۳مه نېټه د افغانستان د ننګرهار ولايت يو مامور وويل، په همدې ورځ د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله د بريدګرو په شمول ۱۸تنه ووژل او ۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې ولايت وياند وويل، ياد بريد د همدې ورځې په غرمه کې وشو او د بريد ځای د جلال اباد ښار مستوفيت ودانۍ ته نږدی و. د ابتدايي پلټنې له مخې، لږ تر لږه ۸ تنو بريدګرو په دغه بريد کې ګډون کړی او پکې دوه تنه د موټر بم چاودنې د ترسره کولو په وخت کې ووژل شول او نور ۶ تنه يې وروسته له امنيتي عسکرو سره په جګړه کې ووژل شول.

داعش د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای