CRI Online

د ورېښمو لارې په اړه درېيم نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 10:04:38

د ورېښمو لارې په اړه درېيم نندارتون پرانيستل شو

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ورېښمو لارې په اړه درېيم نندارتون د مې په ۱۱مه نېټه د چين د شان شي ولايت په مرکز شي ان ښار کې پرانيستل شو. د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پيدا کولو لپاره، د عمده وو مېلمانو بريتانيا او ماليزيا او د نورو هېوادونو استازي په شي ان کې راغونډ شول او د ګډ پرمختګ د هڅولو په اړه يې بحثونه وکړل.

د ورېښمو لارې د يو مهم تمځای په توګه، شان شي ولايت د چيني تمدن او نړيوال تمدن ترمنځ د تبادلې لپاره يو پل جوړ کړ. په دې وروستيو کلونو کې دغه ولايت د تکنالوژۍ نوښت، د توکيو حمل و نقل، سيلانۍ او پانګونې په شمول ځينو برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په عين وخت کې، د ايکولوژيکې چاپېريال، علمي څېړنې، نوښت، طبي تخنيک او هوانوردۍ په اړه ځينې لويې پروژې هم په شان شي ولايت کې پيل شوې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای