CRI Online

څوی تيان کای: بايد په دې اړه ويښ واوسو چې ځيني کسان غواړي د چين او امريکا تر منځ خنډونه رامنځته کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 11:27:30
څوی تيان کای: بايد په دې اړه ويښ واوسو چې ځيني کسان غواړي د چين او امريکا تر منځ خنډونه رامنځته کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای د مې په ۱۱مه نېټه په وانشنګټن کې وويل، ځينې امريکايان نيت لري چې د چين او امريکا تر منځ شيشه يي پرده جوړه کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تبادلې او همکارۍ کې خنډونه واچول شي چې د ويښتيا وړ دی.

څوی تيان کای په همدې ورځ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د تېرو ۴۰ کلونو په اړه سمينار کې چې د امريکا د کارپوهانو د ستراتيژيکو او نړيوالو موضوعاتو د څېړنې مرکز په کوربتوب جوړ شوی و، وويل، که د يو هېواد ډيپلوماتيکې تګلارې د دښمنۍ، وېرې او د بدګومانۍ تر سيوري لاندې وي، دا ډېرې خطرناکې دي. د ويښتيا وړ ده چې ځينې امريکايان غواړي د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې يوه شيشه يي پرده جوړه کړي څو چې د اقتصاد، تکنالوژۍ او کلتوري تبادلې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ کې خنډونه واچول شي. دوی حتی په امريکا کې د چيني محصلينو او پوهانو په اړه هم بدګوماني لري.

څو تيان کای هيله وښودله چې دغه خطرناک تمايل به د امريکا ټولنې عمده نظريه و نه ګرځي او و يې ويل، چين او امريکا بايد خپلمنځي تبادلې او ديالوګ پياوړي کړي څو چې له يو بل سره تفاهم پياوړی کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای