CRI Online

که د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت له ذروي وسلو څخه لاس واخلي، امريکا به ترې اقتصادي بنديزونه لېرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 11:28:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ماک پومپيو د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه وويل چې که د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په پوره توګه له ذروي وسلو څخه لاس واخلي، امريکا به ترې اقتصادي بنديزونه لېرې کړي او په دې هېواد کې د پانګونې لپاره به امريکايي شخصي پانګوالو ته اجازه ور کړي.

نوموړي په همدې ورځ د CBSپه تلويزيوني پروګرام کې وويل چې که ديموکراتيکه کوريا له ذروي وسلو څخه لاس واخلي، امريکا به ترې اقتصادي بنديزونه لېرې کړي او د اقتصادي سمسورتيا د رامنځته کېدو لپاره به ور سره مرستې وکړي.

هغه په همدې ورځ د Fox له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې همدارنګه ويلي چې دا معنی لري چې د امريکا شخصي تصدۍ به د انرژۍ،برېښنا، د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ او کرنې په برخو کې له ديموکراتيکې کوريا سره مرستې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای