CRI Online

په ون چوان کې د ۲۰۱۸ کال د ماراتون نيمه ځغاسته پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 15:02:42

د مې د ديارلسمې نېټې د سهار په نهو بجو د لومړۍ دورې د ون چوان د ماراتون نيمه ځغاسته د چين د سه چوان ولايت د ون چوان علاقه دارۍ په ينګ شيو ښارګوټي کې د توپچي په ټکونو سره پيل شوه. د چين، امريکا، بريتانيا او کاناډا په شمول د څوارلسو هېوادونو او سيمو کابو ۶۰۰۰ د ځغاستې مينوالو په دغه سيالۍ کې ګډون کړی و چې پکې هغه کسان هم شامل وو چې لس کاله دمخه په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له امله معيوب شوي دي. ينګ شيو ښارګوټی لس کاله وړاندې د سه چوان د زلزلې مرکز و، په دې ښارګوټي کې د ماراتون روانه ځغاسته په ون چوان علاقه دارۍ کې د لومړۍ دورې د ماراتون ځغاسته ده او هدف يې د زلزله ځپلو سيمو د تېرو لسو کلنو بدلونونو يادول دي. 

د ۲۰۱۸ کال د ون چوان د ماراتون ځغاستې اصلي موضوع دا ده:" د ژوند د ستاينې سندره ــــ مننه، هڅو او ون چوان اباد کړو " .

د سيالۍ د مسير پر غاړه د ون چوان د چيانګ قوم خلکو د لرغونو ډولونو په وهلو سره ځغاستونکي تشويق کول او د شکلي ون چوان د غوښلو نارې یې وهلې.

ځغاستونکی جاو جون چن د هې لونګ جيانګ ولايت له هاربين ښار نه راغی، نوموړي خبريال ته وويل، چې د ون چوان د ټينګې روحيې په اثر يې په دې سيالۍ کې ګډون کړی.

((دا زما څلورم ځل دی چې د ماراتون په ځغاسته کې ګډون کوم. زه غواړم د ون چوان غوندی ټينګ شم او له راتلونکو لسو شلو کلونو وروسته هم وکولای شم چې د ون چوان په شان له مصيبتونو او ستونزو څخه ووځم.))

د ون چوان د ماراتون په روانه ځغاسته کې د ۱۴ هېوادونو او سيمو څه باندې ۶۰۰۰ د ځغاستې مينوالو ګډون وکړ، دوی د اي لي فانګ په نوم د ينګ شيو ښار ګوټي له سيلانيزې سيمې څخه په ځغاستې پيل وکړ او د شوان کو تونل، شو جيانګ لوی پل او چان شو لرغوني واټ په شمول له نښه شوو څخه تېر شول او په اخر کې د عا با په نوم د ښوونکو روزنې اکاډمۍ ته ورسيدل. د دغې سيالۍ انتظاميې کمېټې د يو نيم کيلومترو په اوږدوالي شوان کو تونل د "چوپتيا مسير " په توګه ونوماوه. کله چې ځغاستونکي د تونل خولېته ورسيدل،بيا د انتظامي کمېټې له کارکوونکو څخه يې د جنت ګلان واخيستل او د جنت ګلانو په نيولو او چوپتيا سره وځغاستل . ورپسې په ټاکلي ځاي کې يې په ځمکه کې ګلان کيښودل او د څو دقيقو لپاره يې چوپتيا وکړه چې په دې توګه يې د زلزلې له امله مړه شويو کسانو ته خپل ژور تعزيت څرګند کړ. د سيالۍ د انتظاميې کمېټې مسئول جانګ ماو ليانګ وايي، دغه تنظيم شوي مراسم ډېر اهميت لري.

((په دې يو نيم کيلومتر د ځغاستې مسير کې يوازې د پښو ترپاري غږونه اوريدل کيدل چې موږ ته يې دا پيغام راکړی چې ژوند ته دې ارزښت ورکړو او په درنښت دې ور ته وګورو. کله چې ځغاستونکي له تونل نه ووتل، بيا د لمر په وړانګونو کې،شنه غرونه او سيند تر ستوګو کېدل، دا د نوي زېږون سمبول دی چې له هيلو څخه ډک دی. واقعاً د ون چوان له سختې زلزلې وروسته لس کلنه بيارغونه د ماراتون اوږدې ځغاستې غوندې ده ، په ون چوان کې چې د زلزلې له امله په کنډوالو بدل شوی و، هر ځغاستونکی کولی شي چې د خپلو قدمونو په اخيستلو سره د ون چوان ابادي او وده له نږدې وګوري او احساس يې کړي.))

د دغې ځغاستې په پای کې چيني ځغاستونکو لومړي درې مقامونه ونيول . په نارينه سيالۍ کې چيني ځغاستونکي جو بو په يو ساعت نهو دقيقو او څلوېښتو ثانيو کې لومړی ځای ونيوه او په ښځينه سيالۍ کې ګونګ جون په يو ساعت درې دېرشو دقيقو او اته پنځوسو ثانيو کې لومړی مقام خپل کړ.

د ۲۰۱۹ کال د ون چوان د ماراتون ځغاسته کې د ګډونوالو د نوم ثبتولو کارونه د مې په څوارلسمه نېټه پيل شول. د معلوماتو له مخې، راتلونکی کال به د ماراتون بشپړه ځغاسته ترسره شي او مسير به يې د پانډاګانو روزلو له مرکز نه تېر شي او پيمانه به يې لس زرو تنو ته پراخه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای