د کتاب د خپرېدو په مراسمو کې
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د می په ۱۳مه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدلو ، پرمختګ او راتلونکې په نوم په چيني ژبه د ليکل شوی کتاب د خپرولو مراسم يعنې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرمختګ په هکله سمينار د چين په ولسي پوهنتون کې جوړ شو.دغه کتاب چې د دې سازمان د سرمنشي رشيد عليموف له خوا ليکل شوی دی ،د چين د ياد پوهنتون او د سنټپيترسبورګ پوهنتون ترمنځ د روسي څېړنيز مرکز د مرستيال مسئول وانګ شيان جو په شمول د ځينو کارپوهانو له خوا ژباړل شوی او تر هغه وروسته د چين د ولسي خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوی دی.ياد کتاب د سيمه ييز امنيت او ثبات ساتلو لپاره د دې سازمان د ضمانت رول،د دغه سازمان د اقتصادي همکاريزو امکاناتو او د دندې په شمول پر اوو برخو ويشل کيږي او يو مليون او نهه لکه چيني کرکترونه لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |