د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې د امريکا د حکومت په بلنه به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړی،مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو د چيني خوا مشر ليو هه د روانې مياشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې له امريکا څخه ليدنه وکړي.هغه به د امريکا د ماليې وزير سټيفن تېرنر منوچين په مشرۍ له اقتصادي پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه سلامشورې وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |