CRI Online

شي جين پينګ: بايد د چين له سترې برخې سره د هانکانګ د علمي همکارۍ پياوړتيا وهڅول شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-14 16:37:20
شي جين پينګ: بايد د چين له سترې برخې سره د هانکانګ د علمي همکارۍ پياوړتيا وهڅول شي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې په هانکانګ کې د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ اکاډميشنانو او د چين د پروژو اکاډمۍ اکاډميشنانو چې عموماً ۲۴ تنه وو، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځې کمېسيون مشر شي جين پينګ ته يو پيغام وليږه چې پکې يې د هېواد لپاره د خدمت کولو بېړنی نيت او د علمي تکنالوژۍ د نوښت او پرمختګ په برخه کې خپله لېوالتيا څرګنده کړې. شي جين پينګ دې ته ډېره پاملرنه وکړه او مهم حکم يې وکړ او په چټکه توګه يې اړوند کارونه ترتيب کړل. هغه پر دې ټينګار وکړ، بايد د چين له سترې برخې سره د هانکانګ د علمي همکارۍ پياوړتيا وهڅول شي، د علمي تکنالوژۍ د نوښت د نړيوال مرکز په توګه د جوړېدو په اړه دې له هانکانګ څخه ملاتړ وشي. برسيره پر دې، موږ بايد د هانکانګ د علمي ټولنې څخه ملاتړ وکړو چې د علمي تکنالوژۍ په برخه کې د يو پياوړي هېواد د جوړولو او د چيني ملت د بيارغونې د عملي کولو لپاره خدمتونه ترسره کړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، هانکانګ د ساينس او پوهې کلک بنسټ لري او د علمي تکنالوژۍ په برخه کې ډېر لوړ کيفيت لرونکي وړ پوهان لري چې له هېواد او هانکانګ سره مينه لري. دا د ساينس نوښت په برخه کې د يو پياوړي هېواد د جوړېدو لپاره د چين يو مهم پوځ او ځواک دی. له اوږدې مودې راهيسې، د هانکانګ علمي ټولنې د هانکانګ او هېواد د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای