CRI Online

وانګ یي د بواو د اسیایي فورم د شورا له نوي رئیس سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 09:23:15
وانګ یي د بواو د اسیایي فورم د شورا له نوي رئیس سره وکتل

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه په بیجینګ کې د بواو د اسیایي فورم د شورا له نوي رئیس بان کی مون سره وکتل.

وانګ یي بان کي مون ته مبارکي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه فورم په تیرو ۱۷ کلونو کې ستر پرمختګ کړی دی. هیله ده چې دغه فورم د نوې شورا تر مشرۍ لاندی د اسیا په اساس نړۍ ته په کتلو سره او بیا د اسیا په استازیتوب نړیوال پرمختګ لپاره ګام پورته کړي ترڅو چې د اسیا او نړۍ پرمخ د ستونزو د حل و فصل لپاره زیات خدمت وکړي. چین د کوربه هیواد په توګه د تیر په شان له دغه فورم څخه ملاتړ کوي.

بان کی مون وویل چې په وروستیو کلونو کې په نړیوالو حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي او د چین اغیزه د نړۍ په مخکني کتار کې ده. دغه فورم به د سیاسي سوداګریزو او علمي شخصیتونو ترمنځ د دیالوګ ډګر رول ولوبوي او د اسیا او نړۍ د پرمختګ لپاره به د بواو پلان وړاندی کړي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای