CRI Online

د م م سرمنشي د فلسطين او اسرائيل ترمنځ اوضاعو ته پاملرنه څرګنده کړې ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 09:24:53

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د مې په څوارلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين او اسرائيل ترمنځ اوضاعو ته پاملرنه او د فلسطين په نيول شوې خاورې کې د زور زياتي د سختوالي او د فلسطيني عامو وګړيو پر مرګ ژوبلې باندې حيرانتيا څرګنده کړه.

نوموړي له اسرائيلو امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د وسلو د کارولو په وخت کې تر حده پورې سړه سينه وساتي. همداراز يې وويل، چې حماس او د مظاهرو لارښوونکي د زور او لمسوونکو کړو وړو د مخنيوي مسؤليت لري. د راپور له مخې، په اړوندو ځايونو کې اساسي طبي سامان الات، درمل او تجهيزات کافي نه دي، نو بيړنيو مرستندويه مرستو ته اړتياوې شته.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې له روانو شخړو او کشالو څخه څرګندېږي چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ مسئله د سياسي حل و فصل بيړنۍ لايحې ته اړتيا لري. د دوو هېوادونو لايحه د دغې مسئلې د حلولو لپاره يوازينۍ عملي لار ده او بله لايحه نه شته. اسرائيل او فلسطين بايد په سوله کې ښه ژوند وکړي او بيت المقدس بايد د دواړو هېوادونو د پلازمينې په توګه شريک شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای