د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د مې په څوارلسمه نېټه د اسرائيلو ځواکونو د زور زياتي د هغه عمل غندنه وکړه چې پر هغو فلسطيني عامو وګړو يې ډزې وکړې کوم چې بيت المقدس ته په اسرائيل کې د امريکا سفارت د انتقال په مقابل کې مظاهرې کولې. هغه وويل، چې د بيت المقدس د مقام مسئله يوازې د اسرائيل او فلسطين لخوا حل کېدای شي.
د دغه هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر ماکرون په همدې ورځ په جلا جلا توګه د اردن له پاچا عبدالله دوهم بن حسين او د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره ټلېفوني خبرې وکړې او د غزې او بيت المقدس د حالاتو په اړه يې ژورې اندېښنې څرګندې کړې. هغه د فلسطيني لاريون کوونکو په مقابل کې د اسرائيلو ځواکونو د زورزياتي د عمل غندنه وکړه او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اوضاعو د ښه والي لپاره خپله سړه سينه وساتي.
ولسمشر ماکرون وويل، چې فرانسه په بيت المقدس کې د سفارت د جوړولو په اړه د امريکا له پريکړې سره مخالفت کوي. د بيت المقدس مقام يوازې د نړيوالې ټولنې تر ملاتړ لاندې د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې بايد وټاکل شي. د فرانسې حکومت پر هغه دايمي دريځ ټينګار کوي چې اسرائيل او فلسطين د ګاونډي هېوادونو په توګه سوله کې ښه ژوند وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |