د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطينيانو د سختو احتجاجونو او د زياتو هېوادونو د غندنو په غږونو کې په اسرائيلو کې د امريکا سفارت د می په ۱۴مه نېټه په رسمي توګه په بيت المقدس کې پرانيستل شو.
سلګونو چارواکو په همدې ورځې د دغه نوي سفارت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال جان سوليون په مشرۍ يو امريکايي پلاوي په دې مراسمو کې ګډون وکړ. ډونالډ ټرمپ يوه ويډيويي وينا وکړه.
د اسرائيلو د خبري رسنيو د خبر له مخې، د اسرئيلو د بهرنيو چارو وزارت ۸۶ ديپلوماتيکو ډلو ته په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون بلنې ورکړې وې، خو له نيمايي کمو يې پکې ګډون کړی و.
په همدې ورځ د فرانسې، لبنان، اردن او مصر حکومتونو او د عرب ليګ چارواکو د اعلاميو په خپرولو سره د امريکا د دې کار غندنه او ورسره مخالفت څرګند کړ چې امريکا له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د خپل سفارت انتقال کړ، او له اسرائيلو څخه يې غوښتنه وکړه چې له زور نه د استفادې په وخت کې زغم وساتي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |