د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي وياند مرستيال راج شاه د می په ۱۴مه نېټه وويل، چې حماس د دې پېښې مسئوليت پر غاړه لري چې په همدې ورځ په غزه سيمه کې د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ د شخړې له امله زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي زياته کړه چې اسرائيل د ځان دفاع حق لري.
شاه د همدې ورځې له غرمې وروسته د سپنې ماڼۍ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، ۷۰ کاله مخکې د امريکا د وخت ولسمشر هاري ترومن د يو خپلواک هېواد په توګه اسرائيل منلی و، نن ورځ په بيت المقدس کې د امريکا سفارت پرانيستل شو، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا له ملګرو څخه د ملاتړ ژمنه کړې ده. هغه وويل، چې دغه ورځ د اسرائيلو او امريکا لپاره يوه ستره ورځ ده.
د دې پوښتنې په وړاندې چې د احتجاجونو او لاريونونو له امله ګڼ شمېر مرګ ژوبله رامنځه شوې، نوموړي وويل، چې حماس د دې پېښو پړه پر غاړه لري، حماس په عمدي توګه دغه نښتې تحريک او لمسولې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |