CRI Online

سيرګي لا‌ؤروف : د روسيې او مصر اړيکې په دوامداره توګه پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 10:27:42

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاؤروف د مې په ۱۴ مه نېټه په مسکو کې د مصر د بهرنيو چارو له وزير سامح شکري سره د کتنې پرمهال وويل،چې د روسيې او مصر ترمنځ اړيکې د پيچلي نړيوال وضعيت پر وړاندې لاهم په دوامداره توګه پرمختګ کوي.

د روسيې د خبري اژانس د خبر له مخې، شکري په همدې ورځ په مسکو کې د روسيې او مصر د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ. لاؤروف له شکري سره د کتنې په ترڅ کې وويل، که څه هم نړيوال وضعيت پيچلی دی، خو بيا هم د روسيې او مصر ترمنځ اړيکې په دوامداره توګه پرمختګ کوي او همکاريز شکلونه يې ترمنځ نورهم زيات شوي دي.

لاؤروف وويل،اوس د روسيې او مصر ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري مخ په زياتېدو ده، تېر کال سوداګريز ارزښت يې نږدې ۷ مليارډو ډالرو ته رسيدلی او زياتوالی يې تر۶۰٪ زيات شوی دی. روسيه هيله لري چې د اقتصاد، پوځي تخنيکونو او بشري مرستو په شمول زياتو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لاژورې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای