CRI Online

د م م د يسکاپ اجرايوي سکرتر د يو کمربند او يوې لارې وړانديز لوړه ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 10:29:11

د م م د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي او ټولنيز کمېسيون يعنې يسکاپ د ۷۴ مې دورې کلنۍ غونډه د مې په ۱۴ مه نېټه د تايلنډ په بنکاک کې پرانيستل شوه . د يسکاپ اجرايوي سکرتر شمشاد اختر د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د نړيوالو او سيمه ييزو همکاريو لپاره د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د مهمو ارزښوتونو لوړه ستاينه وکړه.

نوموړي وويل، د اسيا او ارام سمندر سيمې بېلابېل هېوادونه دې په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او د عادلانه نړيوالې ادارې او څو اړخيزو سيستمونو د ساتلو او هڅولو په برخه کې دې لارښوونکی رول ولوبوي. سيمه ييز اقتصادي يووالي د اسيا او ارام سمندر سيمې د ودې مهم غوره والی دی.د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د يوکمربند او يوې لارې وړانديز ډېر ارزښت لري، د سيمه ييز اقتصادي يووالي او د سيمه ييز تګ راتګ د پياوړتيا لپاره به مهم رول ولوبوي او د سيمې ودې ته به قوي خوځنده ځواک وروبخښي. همداراز نوموړي د ابتکاري ودې په برخه کې د چين سترې لاسته راوړنې او پټ قوت هم وستايل.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای