CRI Online

د فلسطيني احتجاج کوونکو او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ د شخړو له امله ۵۵ فلسطينيان وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 10:33:48

لسګونو زرو فلسطينيانو د مې په ۱۴ مه نېټه د فلسطين په څو ځايونو کې په همدې ورځ په بيت المقدس کې د امريکا سفارت د پرانيستنې پرضد مظاهرې وکړې. مظاهره کوونکو پر اسرائيلي ځواکونو ډبرې وغورځولې او اسرائيلي ځواکونو بېرته پرې اوښکې بهوونکي ګازونه وويشتل او پرې يې ډزې وکړې.

په غزه سيمه کې د فلسطين د روغتيا وزارت مسئول يوسف ابو ليش د همدې ورځې په شپه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، په همدې ورځ غزه سيمه کې د شخړو له امله لږترلږه ۵۵ فلسطينيان وژل او ۲۷۷۰ نور ټپيان شوي دي. په وژل شويو کسانو کې ۷ نابالغ او يو پرستار شامل دي او په ټپيانو کې ۱۲۰۰ تنه د اسرائيلي ځواکونو لخوا په نښه او په ګوليو ويشتل شوي دي.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس په ۱۴ مه نېټه په رام الله ښار کې اعلان وکړ چې له ۱۵ مې نېټې څخه به په دې شخړو کې د قربانيانو د وژنې په وير درې ورځني ماتم اعلان او ملي بيرغ به هم نيم ځوړند وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای