CRI Online

د چين او پاکستان د لوړ فشار او مستقيمې برېښنا ليږد پروژه به پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 10:53:17

د چين د برېښنايي شبکې شرکت د مې په ۱۴ مه نېټه د پاکستان له حکومت سره د متياري او لاهور ترمنځ د لوړ فشار او مستقيمې برېښنا ليږد پروژې په اړه سندونه لاسليک کړل چې دا د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د دغې مهمې پروژې د ژر پيل څرګندونه کوي.

د متياري او لاهور ترمنځ د لوړ فشار او مستقيمې برېښنا ليږد په پروژه کې به په ټوليزه توګه يو مليارډ او ۶۵۸ مليونه ډالره پانګونه وشي او وړاندوينه کيږي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نيمايي کې به يې چارې بشپړې او په کار پيل وکړي. دغه پروژه په پاکستان کې د مستقيمې برېښنا ليږد لومړۍ پروژه ده چې د پاکستان په منځنۍ سيمه کې به د برېښنا کموالي بحران د ښه والي، د برېښنايي شبکې د جوړښت اصلاح او د کيفيت لوړتيا لپاره ډېره ګټوره وي، دغه راز به ځايي وګړو ته ۷۰۰۰ کاري فرصتونه برابر شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای