CRI Online

په اپريل کې د چين د ملي اقتصاد عمومي حالت ثابت و

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 11:11:19

د چين د شمېرنې ملي ادارې وياندې ليو ای هوا د می په ۱۵مه نېټه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل، په اپريل کې د چين د ملي اقتصاد عمومي حالت ثابت و.

نوموړې وويل، چې په اپريل کې په عمومي اقتصادي حال کې د ثبات او پرمختګ تمايل ساتل شوی و، او دری ځانګړتياوې يې دا وې چې لومړی، جريان ثابت و. دوهم حياتي ځواک پياوړی شوی و. درېيم، ګټې لوړې شوې وې. په اپريل کې د ټولنيزو مصرفي توليداتو د پرچون خرڅلاو ارزښت ۲۸۵۴ مليارډه ۲۰۰ مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مياشتې په نسبت ۹.۴٪ زيات شوی و. د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۳۵۸ مليارډه ۲۰۰ مليونه يوانه و چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷.۲٪ زيات شوی و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای