CRI Online

د امنیت شورا په اندونیزیا کې د بریدونو سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 14:27:41
د امنیت شورا په اندونیزیا کې د بریدونو سخته غندنه وکړه

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه د م م د امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې وروستیو دوو ورځو کې په اندونیزیا کې د یو سلسله بریدونو سخته غندنه وکړه او د وژل شويو کسانو کورنیو او د اندونیزیا حکومت ته یې ژوره همدردي او تسلیت څرګند کړ.

په یاده اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې باید ترهګریز کړه وړه پلی کوونکي، تشکیلات کوونکي، مرسته ورکوونکي او ملاتړکوونکي تر قانوني جزا لاندی ونیول شي، ټول هیوادونه باید د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د اړوندو پریکړو سره سم د اندونیزیا له حکومت او اړوندو خواوو سره اغېزمنې همکاري وکړي. امنیت شورا پر دې ټینګار وکړ چې هر شکل ترهګری د نړۍ سولې او امنیت لپاره سخت ګواښ دی او ټول هیوادونه باید تر وسې پورې د نړۍ سولې او امنیت لپاره د ترهګرۍ ګواښ مخه ونیسي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای