CRI Online

د م م سرمنشي د دې هرکلی څرګند کړ چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت په شمال کې د اټومي ازموينو ډګر د له منځه وړلو اعلان کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 14:51:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د می په ۱۴مه نېټه په وينا کې وويل، د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له خوا د هېواد په شمال کې د ازموينو ډګر د له منځه وړلو هرکلی کوي او سترګې په لار دی چې په سينګاپور کې به د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ ملاقات دغه مثبت تمايل نور هم پياوړی کړي.

ګوټريس د اطريش د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې د دې هېواد له صدراعظم سيباستيان کورز سره له خبرو اترو وروسته خبري رسنيو ته وويل چې د دغه ازمويښتي ډګر دايمي بندول به د اعتماد د ټينګوالي لپاره يو مهم ګام او په کوريا ټاپووزمه کې د دوامداره سولې او د اټومي وسلو د پاکولو لپاره ګټور وي.

ګوټريس وويل، هغه دېته سترګې په لار دی چې دغه مثبت تمايل په جون کې په سينګاپور کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ديموکراتيکې کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ په ملاقات کې لا ټينګ او پياوړی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای