د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د غزې په سرحدي سيمه کې د سختو شخړو له امله د زياتې مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي او د عامو وګړو په مقابل کې د زورزياتي له کړو وړو سره مخالفت کوي.چين له فلسطين او اسرائيلو په تېره بيا له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې خپل زغم وساتي او د حالاتو د لاترينګلتيا مخه ونيسي.
د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه لسګونو زرو تنو فلسطينيانو بيت المقدس ته د امريکا سفارت د انتقال پرضد د لاريون په وخت کې د اسرائيلو له پوځ سره جګړه وکړه چې له امله يې څه د پاسه ۵۰ تنه ووژل شول او څه د پاسه ۲ زره تنه نور ټپيان شول.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |