د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو ګانګ د مې په ۱۵ مه نېټه د بېجينګ په يوه خبرې ناسته کې تائيد کړه چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند دوستانه ډلې د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه چين ته راغلې.
د ياد هېواد د کارګرو ګوند دوستانه ډلې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د بهرنيو اړيکو څانګې په بلنه د مې په ۱۴ مه نېټه چين ته سفر وکړ. دوی به د دغه سفر له لارې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند مشر کيم جون اون تر منځ مهمې ګډې نظريې پلي کړي. ياد ډله به د چين د کورني اقتصادي پرمختګ او د اصلاحاتو او ورخلاصون د لاس ته راوړنو په اړه مالومات ته لاسه کړي او د هېواد د ارادې په برخه کې د دواړو ګوندونو تر منځ د نظاريو تبادلې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |