CRI Online

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کاري کميټې د لومړۍ غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 19:20:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي ،د دولت رئيس ،د مرکزي پوځي کميټې رئيس او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو د کاري کميټې مشر شي جين پينګ د مې د ۱۵مې نېټې په سهار د يادې کميټې د لومړۍ غونډې مشري وکړه او په کې يې يوه وينا وکړه.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې بايد د بهرنيو چارو په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون متحده لارښوونه پياوړی کړو ،په سمه توګه د نړيوالو حالاتو د پرمختګ اوسنيو بدلونونو ته وګورو،د پرمختګ او نوښت د موندلو او د چيني ځانګړتيا لرونکي ډيپلوماتيک نوي حالت د رامنځته کېدو لپاره کوښښ وکړو څو په هلو ځلو سره د دوو سليزو موخو او د چين د اعادې په اړه د چيني خوب د پوره کېدو لپاره لاستر خدمتونه وکړو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي،صدراعظم او د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو د کاري کميټې مرستيال مشر لي که چيانګ،د چين د دولت مرستيال رئيس او د يادې کميټې غړي وانګ چي شان په ياده غونډه کې ګډون درلود.په دغه غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کاري کميټې د کاري مقرراتو په ګډون ځينې سندونه تصويب شول.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای