CRI Online

نينګ ځه تاو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 21:09:27

 

نينګ ځه تاو په ۱۹۹۳ کال کې د چين د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې زېږېدلی دی. هغه په ۲۰۱۴ کال کې د جنګ جو پوهنتون له سپورټ پوهنځي څخه فارغ شو، اوس د چين د خلکو سمندري پوځ د لامبو وهونکو ټيم يو لوبغاړی دی.

نينګ ځه تاو په يوه پوځي کورنۍ کې زېږېدلی دی، د هغه نيکه پوځي و او د دی د کورنۍ ټولو غړو په اردو کې کار کړی او له اردو څخه تقاعد شوي دي، اوس د هغه پلار په هوايي پوځ کې او مور يې د بېجينګ پوځ کې خدمت کوي. نينګ ځه تاو د سمندري پوځ يو غړی دی. د نينګ ځه تاو د پلار نوم نينګ فنګ دی او مور يې ليو ون هونګ نوميږي.

نينګ ځه تاو د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۲۳ مه نېټه د ١٧مې دورې د اسيا په سپورټي لوبو کې د ۵۰ مترو په فاصله د لامبو وهلو په نارينه لوبو سيالۍ کې د چين لپاره لومړۍ طلايي مډال تر لاسه کړ. نينګ ځه تاو د سپتمبر په ۲۵ مه نېټه د ۱۰۰ مترو په واټن د لامبو وهلو په نارينه لوبو کې د ۷۰.۴۷ سانيو په سرعت طلايي مډال تر لاسه کړ. هغه نه يوازې د اسيا د سپورټي لوبې ريکارډ خپل کړی دی، بلکې نوموړی لومړی اسيايي دی چې په ياد پروګرام کې يې طلايي مډال تر لاسه کړی دی. نينګ ځه تاو د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۷ مه نېټه د چين د ملي لامبو وهلو لوبو کې د ۶۵.۴۷ په سرعت طلايي مډال تر لاسه کړ او نوې اسيايي ريکارډ يې جوړ کړ.

نينګ ځه تاو د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ۲۰۱۴ کال د CCTV د سپورټ غوره نارينه لوبغاړي جايزه تر لاسه کړه. بيا وروسته هغه په ۲۰۱۶ کال کې همدغه جايزه هم تر لاسه کړه.

نينګ ځه تاو د ۲۰۱۵ کال د اګست په ٦مه نېټه د روسيې په کزان کې د ٢٠١٥ کال د لامبو وهلو د قهرمانۍ په ۱۶مه نړيواله سيالۍ کې د سل مترو په فاصله د لامبو وهلو په نارينه لوبو کې د ٤٧.٨٤ سانيو په سرعت طلايي مډال تر لاسه کړ چې دا د لامبو وهلو د نړيوالو سياليو په دغه برخه کې د اسيايي لوبغاړو لومړی طلايي مډال دی. وروسته نينګ ځه تاو د همدې کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه د سرتېريو د ۶مې دورې سپورټي لوبو د ۵۰ مترو په واټن لامبو وهلو په نارينه لوبو سيالۍ کې د ۳۵.۲۲ سانيو په سرعت طلايي مډال تر لاسه کړ. نينګ ځه تاو د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۶ مه نېټه د استراليا په کونسلانډ کې د ۱۰۰ مترو په فاصله په لامبو وهلو کې د ۶۴.۴۶ سانيو په سرعت هم طلايي مډال تر لاسه کړ.

د سل مترو په واټن فاصله د لامبو وهل په نړيوالو سياليو کې ډېره مهمه او خوندوره لوبه ده لوبغاړي تر اخري حرکتونو پورې هڅه کوي چې خپل حريفان مات کړي او دوی ته خپل لوړ توان وښيي. له دې مخکې په دغه برخه کې طلايي مډالونه ټول د امريکايي او اروپايي لوبغاړو له خوا تر لاسه شوي وو، چيني او حتی اسيايي نارينه لامبو وهوونکو د دې برخې په پايلوبو کې ګډون نه و کړی، نو د نينګ ځه تاو دغه طلايي مډال ډېر مهم ارزښت لري.

سر بېره پر دې ، نينګ ځه تاو په ۲۰۱۵ کال کې د کليوالو د يو ښوونځي يو خوب په نوم عمومي او عام المنفعه خدماتو کې ګډون وکړ او د يو ښوونځي لخوا د يو خوب تر لاسه کېدو لپاره يې خپل خدمت تر سره کړ او کليوال يې زده کړو ته وهڅول.

نينګ ځه تاو د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه د م م په بلنه د م م له مقر څخه ليدنه وکړه او د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو ادارې او د خبري اژانس ادارې له لوړ پوړي چارواکو سره يې خبرې اترې وکړې او غوښتنه يې ترې وکړه چې د ټولنې بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه سمندر ته پاملرنه وکړي او د سمندري چاپيريال او ايکولوژيکي ساتنې ته په درنه سترګه وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای