CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت به د کوريا له جمهوريت سره د لوړې کچې خبرې اترې بندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 09:50:44

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه خبر ور کړ ، په دې وروستيو ورځو کې د کوريا جمهوريت او امريکا ترمنځ د لويو ګډو پوځي تمرينونو په شمول د لمسوونکو کړنو په مقابل کې به د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کوريا له جمهوريت سره د لوړې کچې خبرې اترې بندې کړي او دغه راز امريکا بايد له ديموکراتيکې کوريا سره سرمشريز ملاقات تر غور لاندې ونيسي.

د خبر له مخې د کوريا جمهوريت د روانې مياشتې له يوولسمې نيټې څخه له امريکا سره د ديموکراتيکې کوريا په مقابل کې لوی ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي چې دا د پانمونجون د اعلاميې ننګونه ده او ناوړه پوځي لمسوونکي کړنه هم ده چې په کوريا ټاپووزمه کې له اوسني پرمختيايي حالت څخه سرغړونه ده.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای