د سينهوا اژانس د خبر له مخې د می له ۱۴مې نيټې څخه تر ۱۶ مې نيټې پورې د م م د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي او ټولنيزې کميټې ۷۴مه کلنۍ غونډه د تايلنډ په بنکاک کې تر سره شوه.د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلې د رئيس ميروسلاف لاجاکاک،د دې کميټې د اجرائيوي سکريتر شمشاد اختر،د کوربه هېواد يعنې د تايلنډ د بهرنيو چارو وزير دون پرامودميناې او د غړو هېوادونو د استازو په شمول پنځه سوو تنو په دې غونډه کې ګډون کړی و.د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير جانګ جون د يوه پلاوي په مشرۍ پکې برخه اخيستې وه.
برخوالو په ۲۰۳۰ کال کې د دواملرونکي پرمختيايي انجندا په پس منظر کې د نامساوي مسئلو تر عنوان لاندې معمولي مباحثوي غونډه تر سره کړه او د څو اړخيز کېدو او مخکني علومو او ساينس په باب يې بحث وکړ.جانګ جون په دې غونډه کې د نړيوال اقتصادي حالت او د اسيا او ارام سمندر سيمې ترمنځ د همکارۍ په هکله د چين نظرونه څرګند کړي او په اوسني حالت کې پر څو اړخيز کېدو د ټينګارکولو مهم اهميت يې تينګارکړی دی. هغه همدارنګه ويلي چې چين به په دوامداره توګه د ګډو مشورو،ابادۍ او شراکت پر مفکورې ټينګار وکړي او په فعاله توګه به د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيواله همکاري وکړي او د يوه لوی مسئولانه هېواد په توګه به د څو اړخيز کېدو په اړه د همکاريو د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |