CRI Online

چين له عمان سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په اړه د تفاهم يادښت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 09:59:49
چين له عمان سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په اړه د تفاهم يادښت لاسليک کړ

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۵مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بېجينګ کې د عمان د بهرنيو چارو له وزير يوسف علوي بن عبدالله سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چين غواړي له عمان سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۴۰ کاليزې فرصت کې خپلمنځي سياسي باور لا پياوړی کړي، د يو بل مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ موضوعاتو ته په درنه سترګه وګوري او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې له لارې د لاس رسي، صنعتي پارک، انرژۍ، توليدي توان، علمي تکنالوژۍ، پولي چارو او سوداګريز بندر په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا نږدې کړی.

علوي وويل، عمان به په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې ګډون وکړي او په دوامداره توګه به له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.

تر خبرو اترو وروسته، دواړو خواوو د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د ورېښمو د سمندري لارې د ګډې جوړونې په اړه د چين د ولسي جمهوريت حکومت او د عمان حکومت ترمنځ د تفاهم يادښت لاسليک کړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای