CRI Online

د چين د شينجيانګ کلتوري پلاوي ايران ته سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 10:06:43

د چين د شينجيانګ کلتوري پلاوي د مې په ۱۴ مه نېټه په ايران کې د چين په سفارت کې مطبوعاتي غونډه کې چيني او بهرنيو رسنيو ته په چين کې د ديني عقيدې د ازادۍ تګلارې او د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيزې ودې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

د دغه پلاوي مشر او د چين د بهرنۍ دوستۍ ټولنې مرستيال سرمنشي شو ګوي د چين د قومي او ديني تګلارو په اړه وويل، چين د قومي مساواتو او د ديني عقيدې په ازادۍ ټينګار کوي. په شينجيانګ کې هر څوک چې د کوم قوم دی او ديني عقيده لري که نه، له مساوي سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو څخه برخمن دي. د دې ترڅنګ په چين کې حکومتوالي له قوانينو سره سم ترسره کيږي، هرڅوک او هر دين بايد د اساسي قانون، قواعدو او مقرراتو تابع اوسي.

همدارنګه شو ګوي زياته کړه چې چين د ډېرو قومونو واحد هېواد دی، شينجيانګ د چين د خاورو يوه نه بېلېدونکې برخه ده. د چين د کمونېست ګوند په ټينګې مشرۍ لاندې د شينجيانګ اقتصادي او ټولنيزه وده ثابته او سمسوره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای