CRI Online

فلسطين کې دولتي تعزيت او ملي ماتم پيل شو چې په شخړه کې له مړه شويو سره خواخوږي څرګندېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 10:07:26
فلسطين کې دولتي تعزيت او ملي ماتم پيل شو چې په شخړه کې له مړه شويو سره خواخوږي څرګندېږي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۵مه نېټه فلسطين کې درې ورځنی دولتي تعزيت او ملي ماتم پيل شو چې يوه ورځ مخکې د اسراييلو او فلسطين ترمنځ په شخړه کې له مړه شويو لسګونو فلسطينيانو سره خواخوږي څرګندېږي.

د مې په ۱۴مه نېټه فلسطينيانو په څو ځايونو کې لاريونونه ترسره کړل چې په بيت المقدس کې د امريکا سفارت له پرانيستلو سره يې مخالفت او احتجاج وکړ. لاريون کوونکو له اسراييلي سرتيريو سره شخړې وکړې. د يوې شمېرنې له مخې، په شخړه کې تر اوسه ۵۸ تنه فلسطيانيان وژل شوي او څه باندې ۲۸۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي. په مړه شويو کسانو کې ۷ تنه ماشومان شامل دي، په ټپيانو کې ۲۲۵ تنه ماشومان او ۱۲ تنه خبريالان دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای