د سينهوا اژانس خبر ورکړ، د مې په ۱۵مه نېټه د ايران د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په همدې ورځ په بروکسيل کې وويل، ايران او اروپايي اتحاديې د ايران د اټومي تړون مسئلې په اړه رغنده خبرې اترې تر سره کړې.
د خبر له مخې، ظريف د اروپايي اتحاديې د ديپلوماتيکو او امنيتي پاليسو له لوړ پوړې استازي فېدريکا موغريني سره له خبرو اترو وروسته وويل، دا ښې او رغنده خبرې اترې وې، اوس موږ د تضمين ترتيب په چمتو کولو بوخت يو.
ظريف څرګنده کړه، بې له امريکا، تر اوسه پورې د ايران د اټومي تړون نورې خواوې د ګډې ګټې د ساتنې په برخه کې، په ځانګړي ډول د ايران ګټو د ساتنې په برخه کې همکار دي.
نوموړي په ۱۳مه نېټه په پرله پسې ډول له چين، روسيې او د اروپا له ځينو هېوادونو څخه ليدنه وکړه چې د ايران له اټومي تړون څخه د امريکا له وتلو وروسته د يو لړ مسئلو په اړه له نورو خواوو سره يې سلامشوره وکړه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |