په دې وروستيو ورځو کې د فضايي تخنيکونو د سوله ييزې کارونې او روغتيايي مضمونونو په هکله د دوهم نړيوال سمينار تشکيلاتې غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې له چين، امريکا او روسيې او فرانسې څخه راغلو سلو تنو کيهانوردانو او د فضايي څېړنې،کيهانوردي طب او فضايي ښوونې په اړه کارپوهانو د ياد سمينار په هکله وړانديزونه کړي چې په راتلونکي کال کې به په چين کې تر سره شي.
په دې غونډه کې چيني او بهرنيو کيهانوردانو،ساينسپوهانو او صنعتګرو وويل چې ځمکنۍ کره يوازينې ده، نو بېلا بېل هېوادونه ، سازمانونه او اورګانونه بايد د فضايی څېړنې او د اړوندو تخنيکونو د کارونې په برخه کې پر هغې مفکورې په ټينګار کولو سره چې تخنيکونه خپلې ځانګړتياوې لري او همکارۍ پوله نه لري،په فعاله توګه د فضايي تخنيکونو د سوله ييزې کارونې لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |