CRI Online

اروپايي ټولنې د ايران د ذروي تړون د ساتلو لپاره له ايران سره د اقتصادي همکارۍ پلانونه ټاکلي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 11:21:03
اروپايي ټولنې د ايران د ذروي تړون د ساتلو لپاره له ايران سره د اقتصادي همکارۍ پلانونه ټاکلي

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۵مه نېټه اروپايي ټولنې او فرانسې، جرمني او بريتانيا له ايران سره خبرې اترې وکړې او په ترڅ کې يې له ايران سره د اقتصادي همکارۍ پلانونه ټاکلي څو چې د امريکا له وتلو وروسته په دوامداره توګه د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون وساتي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په همدې ورځ په بروکسيل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو له عالي رتبه استازې فيدريکا موغرني، د فرانسې، جرمني او بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره يوه مباحثوي غونډه ترسره کړه. تر دې غونډې وروسته موغرني په يوه خبري ناسته کې د دې غونډې په اړه مالومات وړاندې کړل. هغې وويل، د ايران ذروي تړون به وساتو او د دې به ضمانت وکړو چې ايران به د دغه تړون د تطبيق په عين وخت کې اقتصادي مرستې تر لاسه کړي. اوس د اروپايي ټولنې او ايران کارپوهان د خپلمنځي اقتصادي همکارۍ د نهو کلي موضوعاتو په اړه په مشورې بوخت دي، لکه له ايران سره سوداګريزې او اقتصادي اړيکې لا ټينګې شي، د ايران لخوا د نفتو او طبيعي ګازو د صادراتو ضمانت وشي، په ايران کې پانګونې پراخې شي، له بهر سره د ايران د پولي چارو همکارۍ وهڅول شي او داسې نور. هيله لرو چې په راتلونکو څو اوونيو کې به د دغو موضوعاتو د حل لپاره اغېزمنې طريقې پيدا کړو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای