CRI Online

د ليو هه په مشرۍ د چين پلاوی امريکا ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 14:40:26

د امريکا د حکومت په بلنه، د رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړی، د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ هراړخيز اقتصادي ډيالوګ کې د چيني خوا مشر ليو هه او د ده په مشرۍ د چين اقتصادي او سوداګريز پلاوی پر ځايي وخت د می د ۱۵مې نېټې په ماسپښين واشنګټن ته ورسيد. د معلوماتو له مخې، د ياد پلاوي غړي د چين د عمده اقتصادي څانګو چارواکي دي چې پکې د چين د خلکو بانک مشر يي ګانګ، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ملي کميټې مرستيال نينګ جي جه، د چين کمونيست ګوند د مرکزي کمېسيون د مرکزي مالي کميټې د دفتر مرستيال لياو مين، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جنګ ځه ګوانګ، د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت مرستيال لو ون، د ماليې وزارت مرستيال جو ګوانګ ياو، د کرهنيزو او کليوالو چارو وزارت مرستيال هان جون، د سوداګرۍ وزارت مرستيال او د نړيوالو تجارتي خبرو اترو مرستيال استازی وانګ شو ون شامل دي. په تېره اوونۍ کې د دغه چيني پلاوي له رسيدو مخکې د چين يوه کاري ډله امريکا ته رسيدلې او د امريکا له اړوندو څانګو سره يې سلامشورې کړې وې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای