د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مې په ۱۶ مه نېټه د جنوب او شمال د لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو ځنډېدنه اعلان کړه، د کوريا جمهوريت حکومت په همدې ورځ په دې اړه تأسف څرګند کړ او ويې ويل، چې د ډيموکراتيکې کوريا دغه يوه اړخيزه پرېکړه د پانمونجون اعلاميې له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا لاسليک شوې ده.
د کوريا جمهوريت د يووالي وزارت وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې پر ځايي وخت د ۱۶ مې نېټې د سهار وختي په دوو نيمو بحو د کوريا جمهوريت د ډيموکراتيکې کوريا خبرتيا ترلاسه کړه چې پکې يې د کوريا جمهوريت او امريکا ګډ پوځي هوايي تمرين غندلی او د جنوب او شمال د لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو ځنډول يې اعلان کړل.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د کوريا جمهوريت حکومت په پوره صداقت سره د پانمونجون اعلاميې د پلي کولو لپاره ټينګه اراده لري او له ډيموکراتيکې کوريا څخه غواړي چې د خبرو اترو په اړه ځواب ژرترژره ورکړي. د ډيموکراتيکې کوريا لخوا په مطرح شويو موضوعاتو د بحث په مقصد دواړه خواوې هم بايد خبرو اترو ته دوام ورکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |