CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو لومړي فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 15:31:11
د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو لومړي فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو لومړي فورم چې عنوان يې دی، د ښځو قواوې راغونډېږي او ګډ پرمختګ هڅول کېږي، د مې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دې سازمان د غړو هېوادونو، کتونکو هېوادونو، د ښځو ارګانونو او موسئسو څخه راغلي څه باندې ۲۰۰ استازي په دې فورم کې برخه لري. دوی به د ښځو او نوښتي پرمختګ، د ښځو او ښکلې نړۍ، د ښځو او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيالې او د ښځو د دولتي ټولنې رئیسې شن يوې يوې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې هيله وښودله چې د ښځو د دې فورم په وسيله به د ښځو په برخه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان تبادلې پياوړې شي او د دې سازمان د همکارۍ او تبادلې محتويات به زيات شي او د دې سازمان د غړو او کتونکو هېوادونو د وګړيو ګټو د زياتولو او د انساني برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره به د ښځو قواوې برابرې شي.

دغه فورم به د مې په ۱۷مه نېټه پای ته ورسېږي. (هيله)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای