د امريکا د ماليې وزارت د مې په ۱۵ مه نېټه د ايران د مرکزي بانک پر مشر ولي الله صيف بنديزونه اعلان کړل او ويې ويل چې امريکا به له نړيوال پولي سيستم نه د ايران د ناوړې استفادې کړه وړه ونه مني.
په همدې ورځ د امريکا د ماليې وزارت په اعلاميه کې راغلي، پرته له ولي الله صيف نه د بنديزونو په نوملړ کې هم د نوموړي تر لاس لاندې يو کارکوونکی او د لبنان د حزب الله يو مهم غړی شامل دي. ياد شخصيتونه او يوه تصدۍ د امريکا لخوا د نړيوالو ترهګرانو په لېست کې هم شامل شوي دي.
همدارنګه په اعلاميه کې زياته شوي، ګواکي يادو کسانو په عراق کې د يو بانک له لارې د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو په استازيتوب حزب الله ته په پټه توګه څو مليونه ډالره ورکړي او په دې توګه يې حزب لله ته د زورزياتي او افراطي عملياتو په برخه کې مالي مرسته برابر کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |