CRI Online

د م م ځانګړي استازي په غزه کې شخړې سختې وغندلې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 15:40:12
د م م ځانګړي استازي په غزه کې شخړې سختې وغندلې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په اړه د م م ځانګړي همغږي کوونکي نيکولا ملادينوف د مې په ۱۵مه نېټه د فلسطينيانو او اسراييلي امنيتي پوځ ترمنځ هغه شخړه سخته وغندله چې يوه ورځ مخکې په غزه کې شوې وه.

تر دې شخړې وروسته، د م م امنيت شورا د کويت په غوښتنه د مې په ۱۵مه نېټه يوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه، ملادينوف په بيت المقدس کې د ويډيويي خبرو له لارې د يادې شخړې په هکله اړوند مالومات امنيت شورا ته وړاندې کړل. نوموړي وويل، اسراييل دا مسئوليت لري چې تر حده زيات پوځي ځواک و نه کاروي. وژونکي پوځي ځواک يوازې په داسې حال کې د وروستي تدبير په توګه کارول کېږي چې د ځان د مرګژوبلې بېړنی ګواښ رامنځته شي. هغه په عين وخت کې له حماس څخه وغوښتل چې د وګړيو احتجاجي لاريون د خپلو کړو وړو حمايت و نه ګڼي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای