د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هېسر ناورت د مې په ۱۵مه نېټه وويل، امريکا به په سينګاپور کې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو د تر سره کولو لپاره چمتوالي ته دوام ورکړي.
د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس په ځايي وخت په ۱۶مه نېټه سهار په يو راپور کې د کوريا جمهوريت او امريکا پر لوی پوځي تمرين نيوکه وکړه او پرېکړه يې وکړه چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا حمهوريت ترمنځ لوړ پوړې خبرې اترې وځنډولې چې ټاکل شوې وه په ۱۶مه نېټه تر سره شي. ده وويل چې امريکا بايد په جدي توګه فکر وکړي چې ايا د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا د مشرانو خبرې اترې تر سره کړي که نه.
په دې اړه ناورت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا به د دواړو هېوادونو د مشرانو ليدنې لپاره پوره چمتوالی ونيسي او باور لري چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې پرمختيا ومومي.
په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ وياند ساراح ساندرس هم په يوه اعلاميه کې وويل چې امريکا به د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت رويې ته پاملرنه وکړي او له ملګرو سره نژدې همکارۍ به وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |