CRI Online

د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ د ۱۰مې دورې ديالوګ په بېجينګ کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 16:32:22

د چين د نړيوال اقتصاد تبادلوي مرکز او د امريکا دولتي سوداګريزې ټولنې لخوا په کوربتوب د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ د ۱۰مې دورې ديالوګ د مې له ۱۵نه تر ۱۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. دغه ديالوګ د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو، پخوانيو لوړ پوړيو چارواکيو او کارپوهانو لپاره د تبادلې او تګ راتګ يو ډګر برابروي او د دواړو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو ټولنو ترمنځ د ديالوګ لار پراخوي. د امريکا د برخه والو په اند، که څه هم چين او امريکا اوس له يو لړ ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، خو د ګډو ګټو د تر سره کېدو لا هم ډېر فرصتونه شتون لري.

اوس مهال د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د چين او امريکا هر ډول عمل د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. ياد ديالوګ د چين او امريکا صنعتي او سوداګريزو مشرانو، د حکومت پخوانيو لوړ پوړيو چارواکيو او اړوندو کارپوهانو ته بلنه ورکړې او دوی د دوو هېوادونو د تګلارو لوري، راتلونکو عملياتو، د يو کمربند او يوې لارې، ديجټالي اقتصاد او علمي او تخنيکي چارو په شمول پر يو لړ موضوعاتو د يو بل سره د نظريو تبادله وکړه. د چين د نړيوال اقتصاد تبادلوي مرکز د شورا مشر ځنګ پې يان د ياد ديالوګ په پرانيستونکو مراسمو کې څرګنده کړه:

( اواز)

نن ورځ د چين او امريکا په اقتصادي چارو کې ته زه لري او زه ته لرم. که سوداګريزه جګړه وشي، نو د دواړو هېوادونو تصديو ته به ستر زيانونه ورسېږي. نو ځکه د چين د نړيوال اقتصاد تبادلوي مرکز او د امريکا دولتي سوداګريزه ټولنه په دغه کلي وخت کې په ګډه د چين او امريکا د صنعتي او سوداګريزو مشرانو او پخوانيو لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ د ۱۰مې دورې د ديالوګ کوربتوب کوي. هيله من يو چې د ديالوګ له لارې زموږ ترمنځ تبادلې پياوړې شي، د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندانو مثبت رول ولوبول شي، خپلمنځي بدګوماني او ناسم تفاهم لېرې شي تر څو دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې سالم او ثابت پرمختګ وکړي. د امريکا د دولتي سوداګريزې ټولنې مشر توماس دونوهوی هم ورته نظر لري چې امريکا او چين دې لا ورخلاصې تګلارې غوره کړي، نه پر يو بل د محدوديت تدبيرونه.

(اواز)

موږ د سوداګرۍ د منفي بيلانس د لېرې کولو په موخه تګلارې ردوو. زموږ په اند، د خپل هېواد د کارګرو، مصرفوونکو او شرکتونو د خوندي ساتلو په موخه پر چين د محدودو تدبيرونو نيول به د امريکا ګټو ته زيانونه ورسوي او داسې تدبيرونه هېڅ معنی نه لري. د اوس لپاره مهمه دنده دا ده چې بازار ته دې دروازې لا خلاصې کړو، مالي مرستې دې کمې کړو او د بازاري سيالۍ پرضد د ادارې او څارنې لارې چارې دې لغوه کړو. که څه هم د امريکا او چين ترمنځ لا تر اوسه يو شمېر ننګونې او ستونزې موجودې دي، خو دا معنی نه ورکوي چې موږ د ګډو ګټو پر بنسټ هېڅ تړون نشو لاسليک کولای. زموږ په وړاندې لا هم زيات فرصتونه شته دي.

د عادت له مخې، دغه ديالوګ د بندو دروازو غونډه ده او يوازې د پيل مراسم او خبري ناسته کې خپلې دروازې د خبريالانو په وړاندې خلاصوي. د اړوندو معلوماتو سره سم، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کمېټې مشر هه لي فنګ، د چين د صنعت او معلوماتي کېدو چارو وزير مياو وی، د امريکا د سوداګرۍ پخواني وزير او د البرايټ ستونبريج ډلې بورډ مشر کرلوس ګوټريز، د امريکا د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير او د مورګن ستېنلي د بورډ مرستيال مشر توماس نيديس په شمول د چين او امريکا يو لړ مهمو شخصيتونو پکې ګډون درلود.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای