CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو لومړي فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 16:52:41

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقوقو او ښځو د نړيوالو چارو څانګې مشره عابده عثمان د وينا په حال کې ده 

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو لومړي فورم چې عنوان يې دی، د ښځو قواوې راغونډېږي او ګډ پرمختګ هڅول کېږي، د مې په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دې سازمان د غړو هېوادونو، کتونکو هېوادونو، د ښځو ارګانونو او موسئسو څخه راغلي څه باندې ۲۰۰ استازي په دې فورم کې برخه لري. دوی به د ښځو او نوښتي پرمختګ، د ښځو او ښکلې نړۍ، د ښځو او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقوقو او ښځو د نړيوالو چارو څانګې مشرې عابده عثمان د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښځو په لومړي فورم کې يوه وينا وکړه. عابده په خپله وينا کې د ښځو په چارو کې د افغانستان په وړاندې د امنيت مسئلې، ترهګريزو ګواښونو او زور زياتي په شمول ننګونې او د ستونزو د ليري کولو لپاره د افغان حکومت تر سره شوي کوښښونو په هکله معلومات ورکړل او و يې ويل، باور لري چې په دې فورم کې خبرې اترې، پريکړې او هوکړې به د ښځو د حقونو د ساتنې او د ښځو چارو د پرمختګ لپاره مثبت ارزښت ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای