د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو لومړي مرستيال وزير کيم کي ګوان د مې په ۱۶مه نېټه وويل، که د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي چې د ديموکراتيک ولسي جمهوريت دې په يو اړخيزه توګه ذروي وسلې له منځه يووسي،نو د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت به بيا کتنه وکړي چې آيا د دغه هېواد او امريکا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي که نه.
کيم کي ګوان وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې امريکا د خبرو اترو د بلې خوا په اړه په خپل سري توګه د بې ځايه خبرې وکړې،دا ډېر نامناسب عمل دی او د دې له امله ناهيلي شوي يو.د ده په اند د امريکا د امنيتي چارو په اړه د ولسمشر مرستيال جون بولتون د ذروي وسلو تر له منځه وړلو وروسته د ګټو ورکولو پر اصولو له ليبيا څخه د ذروي وسلو د پاکولو په اړه ادعاګانې وړاندې کړې.دغه دا مانا لري چې امريکا د خبرو اترو له لارې د مسئلې د حلولو نيت نه لري،بلکې دا هڅه کوي چې د ليبيا او عراق برخليک په ديموکراتيکې کوريا کې تکرار شي او په بشپړه توګه خپل هېواد دوی ته تسليم کړي.
کيم کي ګوان وويل چې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو نيت څرګند کړی او څو ځلې يې دا ښودلې چې د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لومړي شرطونه پر کوريا جمهوريت د امريکا ګواښونه او دښمانه تګلارې پای ته رسول دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |