CRI Online

د چين استازي له فلسطين او اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې د حالاتو د ترينګلتيا د مخنيوي لپاره خپل زغم وساتي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 17:11:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د مې په ۱۵مه نېټه وويل چې چين د غزې په سيمه کې د اسرائيلو په لاريونونو کې د زورزياتي د شخړو له امله د فلسطيني عامو وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي.چين د عامو وګړو په مقابل کې د زورزياتي له کړو وړو سره مخالفت کوي، چين له فلسطين او اسرائيلو په تېره بيا له اسرائيلو څخه غوښتنه کوي چې خپل زغم وساتي او د حالاتو د لاترينګلتيا مخه ونيسي.

ما جاو شيو په همدې ورځ د فلسطين مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه بيړنۍ پرانيستې غونډه کې وويل چين له وژل شويو کسانو او د دوی له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوي او چين په عادلانه توګه د يادې پېښې د پلټنې غوښتنه کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای