د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د نوي کشمکش په اړه وويل، چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا بايد مهربانۍ رويې وښيي او د لانجوجوړولو په اړه ټول عملونه دې ختم کړي.
بر سېره پر دې،د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مې په ۱۶ مه نېټه د شمال او جنوب د لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو ځنډېدنه اعلان کړه، لو کانګ په دې اړه وويل، چې بيلا بېلو خواوې بايد د کوريا ټاپووزمې اوسنيو حالاتو ته ارزښت ور کړي. موږ له دې څخه ملاتړ کوو او هيله لرو چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د پانمونجون اعلاميې د خبرو اترو، پخلاينې او همکاريزې روحيې له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ښه والي لپاره کوښښ وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |