د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۶مې نېټې په سهار د پوځي ساينس له انسټيټوټ څخه ليدنه وکړه او د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون او مرکزي پوځي کميټې په استازيتوب يې د ياد انسټيټوټ د اتمې ګوندي غونډې جوړېدو ته مبارکي وويله او د ياد انسټيټوټ ټولو غړو ته يې نيکې هيلې وړاندې کړې. شي جين پينګ وويل چې پوځي ساينس د پوځي عملياتو او اصلاحاتو د لارښوونې مهم ځواک دی.بايد په ژوره توګه په نوې زمانه کې د پوځ د ځواکمنتيا په اړه نظريې پلې کړي،د پوځي عصري ساينس د پرمختګ بهير دې چټک کړي او د لوړپوړو پوځي ساينسي څېړنيزو ارګانونو د جوړولو لپاره دې کوښښ وکړي.
شي جين پينګ په پوځي طبي څېړنيز انسټيټوټ کې د اړوندو علمي څېړنيزو پروژو تر څېړلو وروسته د پوځي ساينس د انسټيټوټ له کارکوونکو او د دې انسټيټوټ د اتمې ګوندي غونډې له ټولو استازو سره کتنه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |