د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مې په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې اعلان وکړ چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د امنيتي غونډې د سکرترانو ۱۳مه غونډه به د روانې مياشتې له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۲ مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي. دا به د دغه سازمان د غړيو هېوادونو تر زياتوالي وروسته د غړيو هېوادونو د امنيتي غونډې د سکرترانو لومړۍ غونډه وي او عمده دنده يې دا ده چې په راتلونکې جون کې د چينګ داو د سرمشريزې غونډې لپاره سياسي او امنيتي تياريانې ونيسي.
لو کانګ د همدې ورځې په خبرې ناسته کې وويل چې د امنيتي چارو په اړه د ياد سازمان د غړيو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي او د ياد سازمان اړوند مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي. بيلا بېلې خواوې به د ياد سازمان د امنيتي حالاتو او امنيتي همکارۍ په شمول د ځينو مسئلو په هکله د نظريو تبادلې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |