CRI Online

شي جين پينګ د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له دوستانه ډلې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-16 20:49:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کميټې مرستيال مشر پارک تای سونګ په مشرۍ له دوستانه ډلې سره وکتل.

شي جين پينګ خپلو خبرو کې وويل، چې سږ کال په مارچ کې د کوريا ډېموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند مشر کيم جونګ اون په بريالۍ توګه چين ته سفر وکړ او له هغه سره مې تاريخي کتنه وکړه. په تېره اوونې کې ما له مشر کيم جونګ اون سره په دا ليان کې وکتل او دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو ژورې تبادلې وکړي او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ لارې مو روښانه کړې. باور لرم چې دواړې خواوې به د دغو سفرونو له لارې د نظريو تبادلې او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پرمختګ لپاره به کوښښ وکړي.

پارک تای شونګ وويل، چې د دواړو هېوادونو ګوندي مشران دې دوديزې ملګرتيا ته پراختيا ورکړی او د چين او د ډيموکراتيکې کوريا تر منځ اړيکې دې نوي پړاو ته ورسوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای